د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو په دوام د چتګرام چیلنجرز او فورتون باریسال ترمنځ لوبه باریسال په ۴ ویکټو وګټله.
نن د بنګله دېش غوره لیګ (بي پي اېل) لوبې پیل شوې او په لومړۍ لوبه یې د چتګرام چیلنجرز او فورتون باریسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې باریسال پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
چتګرام چیلنجرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې وکړې. د دوی له لورې بیني هاول ۴۱ زیاتې منډې وکړې. د باریسال لخوا الزري جوسف ۳، نعیم حسن ۲، شکیب الحسن، جیک لینټوټ او ډیون براو ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
باریسال لوبډلې د ۱۲۶ منډو هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸.۴ اورونو کې پوره کړ او چتګرام ته یې په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
د دوی له لورې شیکت علي ۳۹ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د چتګرام لپاره مهدي حسن غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۴ لوبغاړي وسوځول او مقابل الاسلام یوه ویکټ ترلاسه کړه.