کورپاڼه / جالب / د یوه مسافر د ماسک نه اچولو سبب الوتکه بېرته ګرځېدلې

د یوه مسافر د ماسک نه اچولو سبب الوتکه بېرته ګرځېدلې

ډېری وخت الوتکې د طبي بیړني حالت، د تیلو د کمښت، د تخنیکي ستونزو، خرابې هوا یاهم د فضایي پولو د تړلو له امله خپل سفر ځنډوي یا بېړنۍ ناسته وي، خو په امریکا یوې الوتکي د یوه مسافر د ماسک نه اچولو په سبب ناسته کړې ده.

له امریکا څخه لندن ته په الوتکه کې یوه مسافر د الوتکې د کارمندانو لخوا د ماسک اچولو وویل شول، خو هغه یې خبره نه منله او همدا و الوتکه یې له نیمې لار بېرته ستنه شوه.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه د فلوریډا ایالت له میامي څخه لندن ته په لاره وه، خو د یوه مسافر د ماسک نه اچولو په سبب بېرته له ټاکلي سفر څخه راوګرځېده.

راپور زیاتوي، یوه الوتکه چې له میامي څخه ۱۲۹ مسافرو او ۱۴ کارمندانو سره لندن ته روانه وه او له لږ سفر وروسته یې د یوه مسافر، چې د کارمندانو په ټینګار یې هم ماسک نه اچاوه، له امله سفر نیمایي کې پرېښود.

د مسافرو او کارمندانو تر منځ د موافقت د نشتون په لیدلو سره، پیلوټ بېرته ستون شو او الوتکه یې بیرته میامي ته روانه کړه، هلته پولیس ونېوه او بندیز یې پرې ولګاوه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …