کورپاڼه / اسلام / هغه کس چې نورو ته د نیکیو حکم کوي خو پخپله پرې عمل نه کوي انجام به یې څه وي؟

هغه کس چې نورو ته د نیکیو حکم کوي خو پخپله پرې عمل نه کوي انجام به یې څه وي؟

حضرت اسامه بن زید رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د قیامت په ورځ به یو شخص راوستل شي او جهنم ته به ور وغورځول شي.

کولمې به په اور کې راوتي وي او لکه څنګه چې خر د تېلو رایستلو لپاره تاوېږي، هماغسې به د خپلو کولمو سره د دوزخ په اور کې به تاوېږي، نو دوزخیان به راټول شي او وبه وایي:

ای فلانکی! ته څنګه له داسې انجام سره مخ شوې؟ تا خو موږ هر وخت د نیکۍ کولو حکم کاوه، هغه به ورته ووایي: چې بېشکه مابه تاسو ته هر وخت د نیکۍ کولو حکم کاوه.

خو ما خپله هغه نیک عمل نه ترسره کوو او ما به تاسې له بدو کړنو او کارونو څخه ژغورلئ، خو پخپله به مې هماغه بد کارونو او کړنې ترسره کولې نو ځکه له داسې انجام سره مخ شوم.

نو په ګډه یوه دعا وکړئ او هغه دا چې رب العزت دې لومړی موږ په سمه لار روان کړي، نیک عملونه راڅخه صادر کړي او له ناوړه او بدو عملونو څخه مو وژغوري او له هغې وروسته دې توان او طاقت راکړي چې نور هم نیکو ته راوبولو او له بدیو یې منع کړو.آمین

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …