کورپاڼه / خبرونه / افغانستان کرکټ لوبډلې د هالېنډ لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

افغانستان کرکټ لوبډلې د هالېنډ لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۲۲۳ منډو هدف دفاع وکړه او د درېیو یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیل یې په بریا سره وکړ.

دا د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې دویمه لوبلړۍ او د روانې لوبلړۍ اوله لوبه ده چې په قطر کې ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې هالېنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او د هالېنډ لوبډلې ته یې ۲۲۳ د منډو هدف وټاکه.

د ملي لوبډلې لخوا رحمت شاه او حشمت الله شهیدي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ترتیب یې ۷۰ او ۷۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هالېنډ لوبډلې د ۲۲۳ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۶ منډې وکړې او په ۳۶ منډو افغان لوبډلې دا بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې په توپ اچونکو کې راشد خان غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز مجیب الرحمن او یمین احمدزي هم دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې او درې ویکټې په ډګر ساتنه یا رن اوټ سره ترلاسه شوې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …