کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د زړښت احساس مو ناروغوي

څېړنه: د زړښت احساس مو ناروغوي

له یوې نوې څېړنې موندل شوې، هغه خلک چې د زړښت احساس کوۍ، هغوی د ژور خپګان، د وینې لوړ فشار، ډیمنشیا او د زړه ناروغیو په ګډون په نورو ذهني او بدني ناروغیو اخته کېږي.

څېړونکي وایي، هغه کسان چې هغوی د زړښت احساس کوي، هغوی خپل ځان له کاره لوېدلي ګڼي او په دې ډول د عمر زیاتېدو په سبب په رواني او بدني ناروغیو ډېر اخته کېږي.

د دې برعکس هغه کسان چې په ښه او خوشحاله ډول د زړښت مرحلې تېروي، په هغوی کې د رواني او بدني ناروغیو خطر کم لېدل کېده او د ډېر عمر سربېره بیاهم تازه وي.

څېړنه وایي، که چېرته یو شخص ته د لږ وخت لپاره هم د زړښت منفي احساس ور کړل شي، هغوی په عصبي فشار اخته کېږي، چې بیا ښه کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري.

خو د زړښت سره ښه احساس د روغتیا لپاره خورا غوره وي، خو بیاهم دا څېړنه سل سلنه د تطبیق وړ نه ده ځکه چې دا په لږ شمېر خلکو شوې بلکې د دې لپاره اوږدو او پراخه څېړنو ته اړتیا ده.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …