د بالیووډ مشهور اداکار سلمان خان د خپل ګاونډي پر وړاندې د بدنامۍ قضیه ثبت کړې او دا دریځ یې خپل کړی چې هغه شهرت ته زیان رسولی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د سلمان خان وکیل د تېرې پنجشنبې په ورځ په محکمه کې د هغه پر ګاونډي تور پورې کړ، چې پرته له اړتیا د هغه مذهبي هویت ته لمن وهي او شهرت ته زیان رسوي.
د سلمان خان وکیل د هغه له خولې ویلي، چې وروڼو یې له هندو مذهبو سره ودونه کړي او په همدې سبب ټول جشنونه هغه که د هر مذهب وي، لمانځي.
د ویلو ده چې د سلمان خان ګاونډي کیتان ککړ نومېږي او په ممبۍ کې د هغه د کور تر څېرمه اوسېږي. سلمان وایي چې کیتان پر یوټیوب په یوه مرکه کې هڅه کړې څو هغه بدنام کړي.
سلمان خان زیاته کړې، تاسو ولې د ملکيت یا شتمنۍ په شخړه کې مذهب راوړئ؟ زما مور هندو او پلار مې مسلمان دی. زما وروڼه له هندوانو سره ودونو کړي دي.