کورپاڼه / جالب / په اسټرالیا کې یوې زړې ښځې خپل لمسی زېږولی دی

په اسټرالیا کې یوې زړې ښځې خپل لمسی زېږولی دی

په اسټرالیا کې یوې ۵۴ کلنې مېرمنې د خپلې لور، زوی، یعنې لمسی زېږولی او په دې سره د دغه هېواد تر ټولو زړه ښځه شوه چې د بل ماشوم زېږوي.

د میل انلاین د راپور له مخې، د دغې ښځې نوم ماری آرنولډ دی او د هغې ۲۸ کلنه لور میاګون وایټ پرته له رحمه زېږېدلې، نو هغه هیڅکله مور کیدلی نشوه، نو ماری آرنولډ پریکړه وکړه چې د خپلې لور سره مرسته وکړي.

ډاکټرانو په لابراتوار کې د میاګون او د هغې د میړه هګۍ او سپرمونو په مرسته یو جنین جوړ کړ او په جراحي ډول یې د ماری ارنولډ په بدن کې ځای په ځای کړ، هغې دا ماشوم په خپل رحم کې لوی کړ او اوس سې د عملیاتو په مرسته وزېږاوه، چې بالکل روغ دی.

ماری آرنلډ وایي، زما لور د یوې کاناډایي بدیلې مور په مرسته یوه لور زېږولې وه، چې له بده مرغه هغه د پنځه میاشتو په عمر مړه شوه. له هغې وروسته زما لور ډېره مایوسه وه او دا فکر یې کاوه چې د مور کېدو ارمان یې نه پوره کېږي.

هغه زیاتوي، چې ما د خپلې لور د خپګان د لېرې کولو لپاره پرېکړه وکړه چې ماشوم ورته وزېږوم، که څه ډاکټرانو ماته خبرداری راکړ، خو ما ورته وویل چې زه په هر حال د خپلې لور مرسته کوم او اوس د خپل لمسي په زېږولو سره په اسټرالیا کې تر ټولو ډېر عمره بدیله مور یم.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …