کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند بدې ورځې پیل شوې؛ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم وبایلله

د هند بدې ورځې پیل شوې؛ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم وبایلله

د سویلي افریقا پر وړاندې د هند لوبډله په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم پاتې راغله او د ټیسټ لوبلړۍ وروسته یې د یوه ورځنیو لوبلړۍ هم وبایلله.

دا لوبې د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه ده چې د سویلي افریقا په کوربتوب د ترسره کېږي، د دې لوبې په پیل کې هند لوبډله پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

هند په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې لوکېش راهول ۵۵، ریشب پنټ ۸۵ او شردل ټاکور ۴۰ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې.

د سویلي افریقا لپاره تبریز شمسي ۲، کیشو مهاراج، سیندا میګلا ایدین مارکرام او اندیل پلیکویو ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا لوبډلې د ۲۸۷ منډو ډېر په آسانۍ د درې ویکټو په زیان په ۴۸.۱ اورونو کې پوره او هند ته په لوبلړۍ کې ۲-۰ بریا ور په برخه کړه.

د دوی له لورې ینامن میلان ۹۱، کوانټن ډیکاک ۷۸، ټیمبا بواما ۳۵، ایدین مارکرام او رسیون در دوسن ۳۷-۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند لپاره جسپریټ بومرا، یوزیندرا چاهل او شردل ټاکور ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …