خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې راشد خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول او د نوموړي لوبډلې بريا خپله کړه.
د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې اډلايډ سټرايکرز او پرت سکارچرز لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه پرت سکارچرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
لوبه د باران له امله ١٨ اورونو ته راښکته شوه، چې اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په ټاکلو ١٨ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې جېک ويدرالډ ٨٣، لوبډلمشر الېکس کېري ٥٥ او ميتيو شارټ ٣٤ منډې وکړې.
د پرت سکارچرز له لوري جهي ريچارډسن ٢ او فواد احمد ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٩٩ منډو هدف په تعقيب کې د پرت سکارچرز لوبډلې په ټاکلو ١٨ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٣ منډې وکړې او د ډي اېل قانون له مخې يې په په ١٥ منډو له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې نه ماته وخوړه.
د سکارچرز له لوري ليام ليوينګسټون ٦٩ او جوش انګليس ٥٠ منډې وکړې.
د اډلايډ سټرايکرز له لوري افغان ورو توپ اچونکي راشد خان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٤٠ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز هېري کانوې ويس اګر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
Zing bails flyin’ and the aeroplane returns to Adelaide Oval! ✈ @rashidkhan_19 #BlueEnergy #BBL09 pic.twitter.com/QbvOKt9AYn
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) December 23, 2019
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جېک ويدرالډ ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې ٨٣ منډې يې کړې وې.