کورپاڼه / خپلواک / مجيب ٢ لوبغاړي وسوځول خو لوبډله يې له ماتې ونه ژغورله
کوميلا واريرز لوبډله

مجيب ٢ لوبغاړي وسوځول خو لوبډله يې له ماتې ونه ژغورله

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې نن افغان ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، خو لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ١٧مه لوبه کې د کوميلا واريرز او ډهاکه پلاټون لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه ډهاکه پلاټون لوبډلې وګټله او لومړى يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوميلا واريرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې بهانوکا راجاپکسا ٩٦ ناسوځېدلې او ياسر علي ٣٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډهاکه پلاټون له لوري مهدي حسن ٢ او شاداب خان ١ ويکټ واخيسته.

د ١٦١ منډو هدف د ډهاکه پلاټون لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٥ ويکټو يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري مهدي حسن ٥٩، تميم اقبال ٣٤، مومن الحق ٢٨ ناسوځېدلې او شاهد اپريدي ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٢٢ منډې ورکړې او ٢ ويکټې يې ترلاسه کړې، هغه يو مېډين اور هم ترسره کړ، همدا راز روبي الاسلام روبي، الامين حسېن او سوميه سرکار ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مهدي حسن ترلاسه کړه، چې ٢ لوبغاړي يې وسوځول او ٥٩ منډې يې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې نن په بيګ باش تجارتي ليګ کې راشد خان هم په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٤٠ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول او د هغه لوبډله اډلايډ سټرايکرز بريالۍ شوه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …