کورپاڼه / خپلواک / د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه لوبډلمشر سلیمان ساپي غوره توپ وهنه وکړه او د ۲۶۲ منډو هدف یې ورته وټاکه.

دا له نولس کلنو کم عمره ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په لړ کې ۲۴مه او د افغان لوبډلې دریمه لوبه ده، چې په پیل کې افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو که څه هم لومړۍ ویکټه ژر له لاسه ورکړه خو نسبت ښه توپوهنه یې پیل کړه، لومړي اوپنر توپ وهونکي ننګیالي، لوبډلمشر سلیمان ساپي او محمد اسحاق په ښې توپ وهنې هدف لوړ کړ.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو له ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۱ منډې وکړې او زمبابوې ته يې د ۲۶۲ منډو هدف وتاکه.

لوبږلمشر سلیمان ساپي پکې غوره توپ وهنه وکړه، هغه ۱۱۱ منډې وکړې. همدا راز ننګیالی خان ۵۰، محمد اسحاق ۳۹ زیاتې منډې وکړې.

د ویلو ده چې افغان نولس کلنو په خپل ګروپ کې له پاپو نیوګیني لوبه ګټلې او پاکستان ته یې بایللې، که دا لوبه ګټي نو کوارټر فاینل ته به وځي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …