کورپاڼه / خپلواک / د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو اتلولي سپين غر لوبډلې وګټله
سپين غر لوبډله

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو اتلولي سپين غر لوبډلې وګټله

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ چې نن پاى ته ورسېدې، سپين غر لوبډلې پکې د بوست لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

په وروستۍ يا پنځه ويشتمه لوبه کې سپين غر لوبډلې د بوسټ لوبډلې ته په ٦ ويکټو ماته ورکړه پرلپسې دريمه بريا يې خپله کړه، چې په ټولو ٩ سياليو کې يې ٤ سيالۍ وګټلۍ او د دغه سياليو په کتار کې سر ته لاړه چې اتله لوبدله شوه.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ سږکال په دوه برخو کې پيل شوې، چې لومړۍ برخه کې يې ٦ لوبډلو ګډون درلود او د کال په پيل کې ترسره شوې او په دويمه برخه کې بيا پنځه لوبډلو ګډون درلود چې د روان کال په پاى کې ترسره شوه. په دغه سياليو کې پنځه لوبډلو ګډون کړى و، چې سپين غر د ١٣٦ امتيازونو سره لومړى مقام ترلاسه کړ، د ٩٤ امتيازونو سره امو لوبډله دويمه، د ٨٣ امتيازونو سره مس عينک لوبډله دريمه، د ٧٤ امتيازونو سره د بوست لوبډله څلورمه، د ٥٧ امتيازونو سره د کابل لوبډله پنځمه او د ٥٦ امتيازونو سره د بند امير لوبډله تر ټولو وروسته راغله.

د دغه سياليو په پاۍ کې د سپين غر لوبډلې لوبډلمشر نجيب تره کي ته د غوره توپوهونکي، د امو لوبډلې چپ لاسي توپ اچونکي ظهېب ته د غوره توپ اچونکي او د بوست لوبډلې لوبډلمشر منير احمد کاکړ ته د سياليو د غوره لوبغاړي جايزې ورکړل شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …