په دې هر څوک پوهیږي چې خندا یا مسکا کول تر ټولو ښه او غوره درمل دی، خو یوې نوې څیړنې ښودلې چې له ملګرو سره خندا او ټوکې ټکالې کول د انسان پر روغتیا مثبتې اغیزې لري.
په یوې تازه څیړنه کې څیړونکو موندلې چې له ښه ملګري سره خندا یا ټوکې ټکالې کول د ۶۵ کلونو یا ډیر عمر لرونکي خلکو کې د رواني یا فزیکي معلولیت خطر تر ۳۰ سلنه پورې کموي.
څیړونکي وايي چې له ملګرو سره ټوکې ټکالې او خندا کولی شي د بدن دفاعي سیستم فعالیت ښه کړي، چې دا چاره په پایله کې د معلولیت خطر کموي.
د جاپان په ايچي ښار کې د ناګويا پوهنتون د څېړنې مخکښ ليکوال يوداي تامادا وايي، چې له ملګرو سره خندا او ټوکې ټکالې کول ډېرې ګټې لري، چې په هغې کې د فشار کمول، د معافيت ښه کول او د ټولنیز احساس ښه کېدل شامل دي.
څېړونکو د دې څېړنې له لارې په جاپان کې په ورځني ژوند کې د خندا یا ټوکو ټکالو او فزیکي معلولیت ترمنځ اړیکې ته کتنه کړې.