کورپاڼه / خپلواک / د ١٩ کلنو نړيوال جام لپاره د انګلستان ١٩ کلنو لوبډله کې يو افغان هم شامل دى
حميدالله قادري

د ١٩ کلنو نړيوال جام لپاره د انګلستان ١٩ کلنو لوبډله کې يو افغان هم شامل دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د ١٩ کلنو راتلونکي نړيوال جام لپاره د انګلستان په ١٩ کلنې لوبډلې کې يو افغان ځوان حميدالله قادري هم شامل کړاى شوى دى.

انګلستان د راتلونکي ١٩ کلنو نړيوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چې جارج بيلډرسن (لوبډلمشر)، کېسي الريج، بين چارليس ورت، ټام کلارک، جارډن کوکس، بليک کولين، سکاټ کوري، هېري ډوک، جوي ايوسون، لليوس ګولډس ورتي، جېک هاينس، جارج هيل، ډان موزلي، حميدالله قادري او سم ينګ پکې شامل دي.

حميد الله قادري چې د ١٠ کالو په عمر کې لندن ته تللى او هلته يې ډوميسټيک سياليو کې لوبه کړې ده، هغه ويسټ انډيز او سريلانکا ١٩ کلنو لوبډلو سره د درې اړخيزه سيريز لپاره هم د انګلستان په ١٩ کلنو لوبډله کې لوبېدلى دى.

١٩ کلن حميد الله قادري د افغانستان د کندهار ولايت دى، چې په ډربي شاير لوبډله، ډربي شاير دويمه يوولس کسيزه لوبډله او د انګلستان ١٩ کلنو لوبډله کې لوبېدلى دى، ښي لاسى اف برېک ورو توپ اچونکى دى.

حميدالله قادري ١٠ فرسټ کلاس، ٣ لېسټ اې او ١ شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده، چې په فرسټ کلاس سياليو کې يې ٢٣، ليسټ اې سياليو کې يې ١ او په شل اوريزه کې يې کومه ويکټ نه ده ترلاسه کړې.

نوموړي د انګلستان ١٩ کلنې لوبډلې لپاره د ډېرو هېوادونو پر وړاندې لوبې کړي دي او خپله وړتيا يې ښکاره کړې ده، چې له همدې لامله اوس د راتلونکي ١٠ کلن نړيوال جام لپاره هم د انګلستان په ١٩ کلنه لوبډله کې شامل شوى دى.

د ١٩ کلنو نړيوال جام د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په ١٧ نېټه پېلېږي او تر ٩ فبروري پورې به دوام وکړي، دغه جام د سويلي افريقا په هېواد کې ترسره کېږي، چې ١٦ لوبډلې پکې ګډون لري او ٤٨ سيالۍ به پکې ترسره کېږي.

د ١٩ کلنو نړيوال جام کې د افغانستان، اسټراليا، بنګله دېش، انګلستان، هند، نيوزيلېنډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز، زمبابوې، نايجيريا، کاناډا، متحده عربي امارات، جاپان او سکاټلېنډ ١٩ کلنو لوبډلې ګډون لري.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …