کورپاڼه / خپلواک / رحمان الله ګربز ناکامه او لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز ناکامه او لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): افغان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې په توپوهنه کې ناکامه شو او د هغه لوبډله هم له ماتې سره مخ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ١٨مه لوبه د کهلنا ټايګرز او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه راج شاه رايلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د کهلنا ټايګرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کهلنا ټايګرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې شمس الرحمان ٥٥، رېلي روسو ٣٥ او روبي فريلينک ٣١ منډې ترلاسه کړې. همدا راز افغان چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز په ٤ منډو وسوځېده.

د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل ٤، قمر الاسلام ربي او روي بوپارا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٤٦ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٨ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٧ ويکټو په توپير يې د کهلنا ټايګرز لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري ليتون داس ٥٨، انډري رسل ٢٨ ناسوځېدلې او عفيف حسېن ٢٢ منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري روبي فريلينک او شاهد الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انډري رسل ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې په توپ اچونه او توپوهنه کې يې خپله وړتيا ښکاره او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې نن د مجيب الرحمان لوبډلې کوميلا واريرز هم لوبه ترسره کړه، که څه هم مجيب الرحمان ٢ ويکټې ترلاسه کړې، خو لوبډله يې له ناکامۍ سره مخ شوه. بل لوري ته راشد خان نن په بيګ باش ليګ کې لوبه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول او د هغه لوبډله اډلايډ سټرايکرز بريا خپله کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …