خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): له ويسټ انډيز سره د لوبلړيو پاى ته رسېدو نه وروسته، چې هند د ٣ شل اوريزو او ٣ يو ورځنيو لوبو لوبلړيو کې بريا خپله کړه، د هند کرکټ بورډ د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې د سريلانکا او اسټراليا پر وړاندې د لوبو لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړي.
د هند کرکټ لوبډله په جنورۍ مياشت کې له سريلانکا سره درې شل اوريزې او په همدغه مياشت کې بيا له اسټراليا سره درې يو ورځنۍ لوبې لري، چې دواړه لوبډلې به د هندۍ لوبډلې مېلمنې وي.
د سريلانکا پر وړاندې د شل اوريزې لوبلړۍ لپاره په هندۍ لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شيکر دهون، کى ايل راهول، شرياس اير، منيش پانډى، سنجو سمسون، ريشاب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيوام ډوبى، يوژيندرا چاهل، کلديپ يادو، رويندرا جډيجا، شردل ټاکر، نوديپ سېني، جسپريت بومرا او واشينګټن سندر.
همدا راز د اسټراليا پر وړاندې چې د يو ورځنيو لوبو لپاره د هند کرکټ بورډ کومه لوبډله اعلان کړې، هغې کې لاندې لوبغاړي شامل دي:
ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، روهيت شرما (مرستيال لوبډلمشر)، شيکر دهون، کى ايل راهول، شرياس اير، منيش پانډى، کيدار جادو، ريشاب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيوام ډوبى، رويندرا جډيجا، يوژيندرا چاهل، کلديپ يادو، نوديف سېني، جسپريت بومرا، شردل ټاکر او محمد شامي.
همدا راز د هند کرکټ بورډ وايي، چې ديپک چاهار د ملا د دردونو له امله په نوملړونو کې نه دى شامل کړاى شوى او هغه به د ٢٠٢٠ کال د اپريل تر مياشتې پورې بېرته لوبډلې ته راستون شي.
د هند او سريلانکا لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه به د جنورۍ په ٥مه نېټه په ګوهاټي کې، دويمه د جنورۍ په ٧مه نېټه په انډور کې او دريمه د جنورۍ په ١٠مه نېټه په پونى کې ترسره شي.
له اسټراليا سره به بيا لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د جنورۍ په ١٤مه په ممبۍ کې، دويمه د جنورۍ په ١٧مه نېټه په راجکوټ کې او دريمه به د جنورۍ په ١٩مه نېټه په بنګلور کې ترسره کړي.
له دغه سياليو وروسته هم د جنورۍ په مياشت کې بيا د هند کرکټ ملي لوبډله نيوزيلېنډ ته په سفر ځي، چې هلته به د نيوزيلېنډ لوبډلې سره د پنځه شل اوريزو لوبو لوبلړۍ، د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ او د دوه ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.