کورپاڼه / خپلواک / برینډن ټیلر د لوبې د فیکس کولو په اړه ټکان ورکوونکي څرګندونې کړي

برینډن ټیلر د لوبې د فیکس کولو په اړه ټکان ورکوونکي څرګندونې کړي

د زمبابوې ویکټ ساتونکی توپ وهونکي برینډن ټیلر د هندي سوداګر په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې له ډېره وخته تر فشار لاندې و او اوس ټولو ته دا کېسه کوي.

دغه کرکټر وايي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یو هندي سوداګر ورته د شل اوریزه لیګ لپاره بلنه ورکړه او ویې ویل چې ۱۵ زره ډالر به اخلي، هغه مهال د زمبابوې کرکټ معاش نه و، نو ما ومنله.

برینډن ټیلر وویل، هند ته په رسیدو سره، زه د شپې ډوډۍ ته وبلل شوم، هلته مې نــــشـــه کړې وه، په بل سهار، شپږ کسان زما خونې ته راننوتل، ما ته یې ویډیوګانې وښودلې چې زه نشه یم او د فکس کولو لپاره بلیک میل کړم.

د زمبابوې کرکټ لوبغاړي زیاته کړه، چې هغه وخت زما محرمیت له خطر سره مخ و، ما هو وویل او بیا زمبابوې ته راستون شوم، هغه وخت ماته ۱۵ زره ډالر راکړل شوي و او ویل شوي وو چې دا روپۍ له فیکسینګ نه وړاندې وې.

دغه مشهور کرکټر ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې تر سخت فشار لاندې وم، بیا مې له آی سي سي سره اړیکه ونیوله، فکر مې کاوه چې آی سي سي به دا خپل مکلفیت ګڼي خو داسې ونه شول.

ټیلر وویل، آی سي سي ته مې ټول توضیحات ور کړل، خو اوس دا روښانه نه ده چې دوی ما غواړي یا بندیز راباندې لګوي، خو زه به هغه څه ومنم چې آی سي سي یې پریکړه کوي.

دا هم ولولئ

ویرات کوهلي: زه له جنجال جوړولو سره لېوالتیا نلرم

د هند ټیسټ کرکټ پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي د سویلي افریقا پر وړاندې په ټیسټ …