خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن وايي، چې له دې وروسته به خپلې کورنۍ ټولې لوبې په پاکستان کې کوي او هېڅ لوبه به په بل کوم هېواد کې ترسره نه کړي، هغه وايي که د بنګله دېش کرکټ لوبډله پاکستان ته رانغله، نو دوى به د کرکټ نړيوالې شورا ته لاړ شي.
په پاکستان کې ١٠ کاله وروسته ټېسټ سيالۍ ترسره شوې، سريلانکا لوبډلې دې ته زړه ښه کړ چې د دوه ټېسټ لوبو لپاره پاکستان ته ورشي، چې يوه ټېسټ لوبه په پېنډۍ کې ترسره شوه چې بې نتيجې پاى ته ورسېده او دويمه ټېسټ لوبه په کراچۍ کې ترسره شوه چې پاکستان پکې بريا خپله او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه.
د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني په کراچۍ کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوى به له دې وروسته خپلې ټولې هغه لوبې چې د دوى په کوربه توب وي، په پاکستان کې ترسره کړي او خپلې لوبې به په بل هېڅ هېواد کې ترسره نه کړي.
هغه همدا راز د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې مننه وکړه، چې پاکستان ته ورغله او دغلته يې ورسره ټېسټ لوبې وکړې. هغه وويل چې دا زموږ لپاره ستره بريا وه.
احسان ماني له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې سره نوره هېڅ بهانه نه ده پاتې چې پاکستان ته لوبو ته رانه شي. هغه وويل چې که چېرته بنګله دېش لوبډلې پاکستان ته له راتګ انکار وکړ، نو دوى مجبوره دي چې د کرکټ نړيوالې شورا دروازه وډبوي.
د بنګله دېش کرکټ بورډ لا هم پاکستان ته د ورتګ اشاره نه ده ورکړې او هغوى وايي، چې په پاکستان کې امنيتي حالت ښه نه دى، نو ځکه دوى نه شي کولاى چې خپله لوبډله پاکستان ته ولېږي، خو لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې، چې ايا بنګله دېش به خپله لوبډله پاکستان ته ولېږي او که نه؟