کورپاڼه / خپلواک / د هندي فلمونو ستوري چې د قرآن حافظان هم دي
قادر خان او عمران هاشمي

د هندي فلمونو ستوري چې د قرآن حافظان هم دي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ دسمبر ٢٠١٩): نن درسره د هندي سينما د دوه نامتو فلمي ستورو په اړه معلومات شريکوو، چې که هغوى په فلمي سينما کې ځان ته يو ځانګړى نوم پېدا کړى دى، خو له دې خبره به يې ډېر لږ خلک خبر وي، چې هغوى د قرآن پاک حافظان هم دي.

د هندي سينما نامتو فلمي ستورى قادر خان، چې ٤٦ کاله يې په هندي فلمونو کې کار وکړ او ځان ته يې يو ځانګړى مقام پېدا کړ. هغه نه يوازې دا چې منفي کردارونه يې ډېر ښه ولوبول، بلکې د ټوکمارو په کردارونو کې هم هغه خپل ځان ته يو ځانګړى نوم درلود.

قادر خان په ١٩٣٧ کې د اکتوبر په ٢٢مه نېټه په کابل کې زېږېدلى و، د هغه پلار د کندهار او مور د پښين وه، چې وروسته ناوېشلي هندوستان ته لاړل او د هندوستان د ازادۍ نه وروسته هملته پاتې شو.

قادر خان د ٨١ کالو په عمر په کاناډا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، هغه نه يوازې دا چې يو ښه اداکار و، بلکې يو ښه ليکوال هم و او اوس يې هم پښتو زده وه، چې ځينې پښتو مرکې يې هم په وروستيو کې راوتې وې.

قادر خان همدا راز د قرآن پاک حافظ هم و، خو دا خبره يې تر ډېره خلکو ته نه ده معلومه.

له قادر خان وروسته دويم فلمي ستورى عمران هاشمي دى، چې اوس هم په هندي سينما کې کار کوي او په فلمونو کې مرکزي رولونه ترسره کوي، هغه نه يوازې دا چې يو ښه اداکار دى، بلکې هغه هم د قرآن پاک حافظ دى.

عمران هاشمي چې له يوې فلمي کورنۍ سره تړون لري، هغه د مينې او عشق فلمونو نه پيل وکړ او خپل ځانګړى مقام يې ترلاسه کړ. د هغه پلار مسلمان او مور يې د نامتو فلم جوړونکي مهېش بټ خور وه.

٤٠ کلن عمران خان د هند په ممبۍ کې زېږېدلى دى او له ٢٠٠٣ کال راهيسې يې په فلمونو کې کار پيل کړى دى، خو دا هغه په اړه دا خبره تر ډېره خلکو ته نه ده معلومه، چې هغه د قرآن پاک حافظ هم دى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …