کورپاڼه / خپلواک / ويسډن د لسيزې ټېسټ لوبډله د ويراټ کوهلي په مشرۍ اعلان کړه
ويراټ کوهلي

ويسډن د لسيزې ټېسټ لوبډله د ويراټ کوهلي په مشرۍ اعلان کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ دسمبر ٢٠١٩): د ٢٠١٩ کال په پاى کې ويسډن د تېرې يوې لسيزې د ټېسټ لوبو لوبډله اعلان کړه، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي يې د دغه لوبډلې لوبډلمشر ټاکلى دى.

د ويسډن په ټېسټ لوبډله کې شامل لوبغاړي لاندې دي:

اليسټر کوک، ډيويډ وارنر، کمار سنګاکارا، سټيو سميت، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، بين سټوکس، اې بي ډيويلرز، روي چندرن اشوين، ډيل سټين، کاګيسو رباډا او جېمز اينډرسن.


د انګلستان اليسټر کوک چې په ٢٠١٨ کال کې يې له ټېسټ سياليو استعفا ورکړه، ١١١ ټېسټ لوبې کړي او ٨٨١٨ منډې يې د ٤٦.٤١ په اوسط ترسره کړي دي، په يوه پاڼۍ کې د هغه زياتې منډې ٢٩٤ دي.

د اسټراليا ډيويډ وارنر تراوسه پورې ٨٢ ټېسټ سيالۍ لوبولي دي، چې د ٤٨.٣٣ په اوسط يې ٧٠٠٩ منډې ترلاسه کړي او په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې يې ٣٣٥ ناسوځېدلې دي.

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر کمار سنګاکارا د سريلانکا لپاره ٤٦ ټېسټ لوبې ترسره کړي دي او د ٦١.٤٠ په اوسط يې ٤٨٥١ منډې کړي دي، هغه په يوه پاڼۍ کې ٣١٩ زياتې منډې کړي.

د اسټراليا سټيو سميت ٧١ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي چې د ٦٣.١٤ په اوسط يې ٧٠٧٢ منډې کړي او يوه پاڼۍ کې يې ٢٣٩ زياتې منډې کړي دي.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي چې د لسيزې ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى، هغه ٨٤ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي او د ٥٤.٩٧ په اوسط يې ٧٢٠٢ منډې ترلاسه کړي دي، هغه په يوه پاڼۍ کې ٢٥٤ ناسوځېدلې زياتې منډې هم کړي دي.

د انګلستان بين سټوکس چې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې يې د انګلستان لوبډله اتلولۍ ته هم ورسوله، ٥٩ ټېسټ سيالۍ لوبولي او د ٣٥.٩٤ په اوسط يې ٣٧٣٨ منډې ترلاسه کړي دي، هغه په يوه پاڼۍ کې ٢٥٨ زياتې منډې کړي.

د سويلي افريقا اې بي ډيويلرز چې تېر کال يې له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه، ٦٠ ټېسټ لوبو کې ګډون کړى دى او د ٥٧.٤٨ په اوسط يې ٥٠٥٩ منډې ترلاسه کړي دي چې ٢٧٨ ناسوځېدلې منډې يې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې دي.

د هند روي چندرن اشوين چې اوس هم لوبېږي، په ٧٠ ټېسټ سياليو کې ګډون کړى دى او د ٢٥.٣٦ په اوسط يې ٣٦٢ ويکټې ترلاسه کړي دي، په يوه پاڼۍ کې د هغه ښه توپ اچونه د ٥٩ منډو په بدل کې ٧ لوبغاړي سوځول او په يوه ټېسټ لوبه کې د ١٤٠ منډو په بدل کې يې ١٣ لوبغاړي سوځولي دي.

د سويلي افريقا ډيل سټين ٥٩ ټېسټ سياليو کې د ٢٢.٢٩ په اوسط ٢٦٧ ويکټې ترلاسه کړي دي چې د ٥١ منډو په بدل کې يې په يوه پاڼۍ کې ٧ او په يوه لوبه کې يې د ٦٠ منډو په بدل کې ١١ لوبغاړي سوځولي دي.

د سويلي افريقا بل توپ اچونکى کاګيسو رباډا بيا ٤٠ ټېسټ لوبې ترسره کړي دي چې د ٢٢.٥٠ په اوسط يې ١٨٣ ويکټې ترلاسه کړي دي، په يوه پاڼۍ کې د ١١٢ منډو په بدل کې ٧ او په يوه لوبه کې د ١٤٤ منډو په بدل کې يې ١٣ لوبغاړي سوځولي دي.

د انګلستان جېمز اينډرسن په ١٠٥ ټېسټ لوبو کې ګډون کړى دى چې د ٢٤.١٩ په اوسط يې ٥٢٧ لوبغاړي سوځولي دي، هغه په يوه پاڼۍ کې د ٤٢ منډو په بدل کې ٧ او په يوه لوبه کې د ٧١ منډو په بدل کې ١١ لوبغاړي سوځولي دي.

د يادولو ده چې ويسډن د کرکټ کلنۍ مجله يا کتاب دى، چې له لندن څخه هر کال خپرېږي او دې ته د کرکټ د بايبل خطاب هم ورکړل شوى دى، دغه ډېر مستند کتاب دى او له تېرو يو نيم سل نه زيات کلونو راهيسې هر کال خپرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …