کورپاڼه / خپلواک / مجيب ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبډله يې بيا له ماتې سره مخ شوه
مجيب الرحمان

مجيب ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبډله يې بيا له ماتې سره مخ شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان د کوميلا واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې په نننۍ لوبه کې هم نوموړي ښه توپ اچونه وکړه، خو د هغه لوبډله يو ځل بيا له ماتې سره مخ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٠مه لوبه د کوميلا واريرز او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوميلا واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډيويډ ملن ١٠٠ ناسوځېدلې او سوميه سرکار ٢٠ منډې وکړې. همدا راز مجيب الرحمان هم په ٤ توپونو ٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري انډري رسل، محمد عرفان او ابو جاوېد ٢-٢، عفيف حسېن او روي بوپارا ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٧١ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٧.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو په اسانۍ پوره کړ او په ٧ ويکټو يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري عفيف حسېن ٧٦، روي بوپارا ٤١ ناسوځېدلې، ليتون داس ٢٧ او انډري رسل ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوميلا واريرز له لوري الامين حسېن ٢ او مجيب الرحمان بيا په ٤ اورونو کې د ١٧ منډو په بدل کې ١ لوبغاړى وسوځاوه، هغه تر ټول کمې منډې ورکړې او اقتصادي توپ اچونه يې ترسره کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د د راج شاهي رايلز عفيف حسېن او د کوميلا واريرز ډيويډ ملن ته په ګټه ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د بنګله دېش تجارتي ليګ ١٩مه لوبه د سيلهټ تهنډر او ډهاکه پلاټون لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه، چې ډهاکه پلاټون لوبډلې په ٨ ويکټو وګټله، خو په دغه لوبه کې کوم افغان لوبغاړى نه و اخيستل شوى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …