کورپاڼه / خپلواک / قېس احمد هم د مجردانو له ليسټ نه ووت
قېس احمد

قېس احمد هم د مجردانو له ليسټ نه ووت

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان ورو توپ اچونکى قېس احمد هم د مجردانو له ليسټ نه ووت، هغه ته کورنۍ کوژدنه کړې ده.

د معلوماتو تر مخه، د افغانستان ورو توپ اچونکي قېس احمد کورنۍ هغه ته کوژدنه کړې ده، په داسې حال کې چې قېس احمد اوس مهال په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې لوبېږي.

قېس احمد چې ١٩ کاله عمر لري، ليګ بريک توپ اچونکى دى، چې که څه هم د افغانستان لپاره يې يوازې ١ ټېسټ لوبه ترسره کړې ده، خو هغه په ١٩ کلنو سياليو، کورنيو سياليو او همدا راز په تجارتي سياليو کې ډېر نوم پېدا کړى دى او اوس د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي.

قېس احمد چې تازه يې کوژدنه کړې ده، تر دې مخکې رحمان الله ګربز هم کوژده وکړه، چې په وروستيو کې په ملي لوبډله کې ولوبېده او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه چې نه يوازې په ملي لوبډله کې يې خپل ځاى کره کړ، بلکې ورسره سم د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې هم واخيستل شو، چې اوس په بنګله دېش کې لوبېږي.

قېس احمد چې د بيګ باش سياليو کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لپاره لوبېږي، د سډني سيکسرز لوبډلې پر وړاندې يې په ٤ اورونو کې يوازې ١٢ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، چې خپله لوبډله يې بريالۍ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

هغه تر دې مخکې د ابوظهبي په لس اوريزه ليګ کې د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره ولوبېده، چې د ابوظهبي لوبډلې پر وړاندې يې په لوبه کې په ٢ اورونو کې د ٨ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول او د ګليډيټرز لوبډلې پر وړاندې يې بيا د ١٦ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي وسوځول.

بيګ باش کې نوموړي تراوسه پورې ٣ لوبې ترسره کړي دي، چې سډني سيکسرز پر وړاندې يې ٤، د ميلبورن سټارز پر وړاندې يې ١ او د ميلبورن رينيګاډز پر وړاندې يې هم ١ ويکټ ترلاسه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …