کورپاڼه / خپلواک / د مودي پر ضد وينا، جاوېد جعفري له مجبورۍ ټويټر پرېښود
نريندرا مودي او جاوېد جعفري

د مودي پر ضد وينا، جاوېد جعفري له مجبورۍ ټويټر پرېښود

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): په هند کې د تابعيت په اړه د مسلمانانو ضد قانون له عملي کېدو وروسته په دغه هېواد کې ستر احتجاجونه او لاريونونه روان دي، چې په دې لړ کې هند په يو شمېر ايالتونه کې بېړنى حالت هم اعلان کړى دى.

په دغه لړ کې د هندي فلمونو نامتو مسلمان ستوري جاوېد جعفري هم د هند د لومړي وزير نريندرا مودي پر ضد يوه وينا وکړه، چې له هغه وروسته په ټويټر د هغه پر ضد دومره ټويټونه وشول، چې نوموړى يې دې ته مجبوره کړ چې له ټويټر سره خداى په اماني وکړي.

جاوېد جعفري په خپل ټويټر اکاونټ ليکلي دي، چې هغه پر ځان نيوکې نورې نه شي زغملى او تر څو پورې چې دا هر څه نه وي ختم شوي، تر هغه پورې هغه ټويټر ته نور نه راځي.


د نريندرا مودي د حکومت له لوري چې د تابعيت په اړه کوم نوى قانون جوړ شوى دى او د مسلمانانو پر ضد دى، چې اوس پرې په ټول هند کې سخت احتجاجونه او لاريونونه روان دي، د هغه قانون پر ضد جاوېد جعفري يوه ويډيو وکړه او په خپل اکاونټ يې خپره کړه، چې هغه د راحت اندوري په مشهورو شعرونه دغه قانون غندلى و.

هغه په خپله ويډيو کې ويلي و:

لګى ګي اګ تو ايينګى کئي ګهر ضد مين

يها پر صرف همارا مکان تهوړي هى

سبهي کا خون هى شامل هندوستان کي مټي مين

کسي کى باپ کا هندوستان تهوړي هى

خو د دغه ويډيو تر خپرېدو وروسته هندوانو پر هغه سختې نيوکې وکړې، چې له دې لامله جاوېد جعفري مجبوره شو چې له ټويټر سره تر څه وخته پورې خداى په اماني وکړي.

له دې پرته جاوېد جعفري په رسنيو کې هم د نريندرا مودي پر ضد سختې څرګندونې وکړې. له دې پرته د هندي فلمونو يوې بلې نامتو ستورې شبانه اعظمي هم پر نريندرا مودي سختې نيوکې وکړې او د دغه مسلمانانو ضد قانون پر وړاندې مېدان ته راغله.

د يادولو ده چې د دغه قانون له جوړېدو وروسته نه يوازې مسلمانان د دغه قانون پر ضد لارو ته راوتلي دي، بلکې د هندوانو په ګډون نور هغه خلک هم راوتلي دي، چې هغوى ځان ته سيکولر وايي او وايي چې موږ به هېڅ کله هندوستان دې ته پرې نه ږدو چې هندو مذهب هېواد ترې جوړ شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …