کورپاڼه / خپلواک / نوروز منګل: اصغر چې څومره وطندوسته دى، فکر نه کوم بل څوک وي
اصغر افغان او نوروز منګل

نوروز منګل: اصغر چې څومره وطندوسته دى، فکر نه کوم بل څوک وي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او د ملي لوبډلې د توپوهونکې روزونکى نوروز منګل وايي، چې اصغر افغان دومره وطندوسته دى، چې فکر نه کوم بل څوک دومره وطندوسته وي.

نوروز منګل په خپل فېسبوکي اکاونټ په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې هېوادوال راته ميسجونه کوي چې اصغر سره عکس مه اخله هغه خاين دى. هغه مخکې ليکي، اصغر چې څومره وطندوسته دى، فکر نه کوم بل څوک دومره وي.

نوروز منګل همدا راز تر دې وروسته يو شعر هم ليکلى دى، چې څه په دې ډول دى:

دلته الزامونه تهمتونه دي

دلته پرښتو پسې خبرې دي

نوروز منګل

د يادولو ده چې د ٢٠١٩ نړيوال جام پر مهال په اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان باندې دا تورونه ولګول شو، چې هغوى له ګلبدين نايب سره سمه لوبه نه ده کړې او ملي لوبډله کې يې بې اتفاقي رامنځته کړه، تر څو ګلبدين نايب ناکام کړي.

له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په دغه درې واړه لوبغاړو پسې ډېرې بدې ردې وويل شوې او ځينې کسان اوس هم په دوى پسې پوسټونه کوي او لامل يې هماغه نړيوال جام ښايي، چې دوى هلته د هېواد لپاره لوبه نه ده کړې.

همدا راز له نړيوال جام وروسته د ګلبدين نايب پر ځاى راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو او څو ورځې مخکې راشد خان ليرې او پر ځاى يې بېرته اصغر افغان د ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو، تر څو راتلونکي نړيوال شل اوريز جام او اسيايي جام لپاره يوه منظمه لوبډله جوړه کړي.

نوروز منګل بيا تازه د ملي لوبډلې د توپوهونې د روزونکي له دندې ليرې شوى دى او ښايي د هغه پر ځاى کوم نوى روزونکى د توپوهنې د برخې لپاره وټاکل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …