کورپاڼه / خپلواک / بنګله دېش پاکستان ته: لومړى به شل اوريزې وکړو، بيا به د ټېسټ په اړه خبرې کوو
بنګله دېش او پاکستان

بنګله دېش پاکستان ته: لومړى به شل اوريزې وکړو، بيا به د ټېسټ په اړه خبرې کوو

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې لومړى به د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړو او له هغه وروسته به بيا د ټېسټ سياليو په اړه پرېکړه وکړو.

د رسنيو د راپورونو په وينا، تر دې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني ويلي و، چې له بنګله دېش سره نوره هېڅ بهانه نه ده پاتې شوې، چې د ټېسټ سياليو لپاره پاکستان ته راشي او دلته زموږ سره لوبې وکړي. هغه وويل چې سريلانکا لوبډله پاکستان ته راغله او دلته يې لوبې وکړې، چې دا د هغوى لپاره ښه بېلګه ده. نوموړي همدا راز وويل، چې له دې وروسته به په خپل کوربه توب لوبې په نورو هېوادونو کې نه کوي او که بنګله دېش د ټېسټ سياليو لپاره پاکستان ته نه راځي نو دوى مجبوره دي چې د کرکټ نړيوالې شورا ته لاړ شي.

له هغه وروسته د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولينو ويلي دي، چې دوى به لومړى د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ لپاره پاکستان ته لاړ شي او هلته به له پاکستان سره لوبې وکړي، خو د ټېسټ سياليو په اړه به بيا وروسته پرېکړه وکړي، چې پاکستان کې يې ترسره کوي او که نه.

د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې دوى سره د خپلو لوبغاړو د امنيت غم تر هر څه ډېر دى او پاکستان داسې هېواد نه دى چې دوى په پټو سترګو هلته خپله لوبډله ولېږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې پاکستان غواړي په بشپړه توګه نړيوال کرکټ خپل هېواد ته بېرته راستون کړي، خو د هغه په وينا، چې له موږ سره د لوبغاړو تر څنګ د روزنې په برخه کې تر ډېره بهرني کسان دي او له لوبغاړو او بهرنيو روزونکو سره تر مشورو وروسته به دوى پرېکړه کوي چې پاکستان ته د ټېسټ سياليو لپاره تللى شي او که نه.

د يادولو ده چې بنګله دېش او پاکستان لوبډلې به ٣ شل اوريزې لوبې د جنورۍ په ٢٣مه، ٢٥مه او ٢٧مه نېټه ترسره کوي او له هغه وروسته به بيا دواړه لوبډلې ټېسټ سيالۍ هم ترسره کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …