وروسته له هغې چې په هېواد کې سیاسي بدلون راغی، ورسره سم امریکایي ډالرو هم پورته تګ وکړ، خو د څو ورځو راهیسې افغانیو بېرته د ډالرو پر وړاندې ثبات پیدا کړی دی.
د افغانستان بانک ویاند صابر مومند نن ورځ پنجشنبه رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې نن په کابل کې یو امریکایي ډالر په ۹۳ افغانۍ وپلورل شو.
صابر مومند ویلي دي، چې په هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لاملونه په دې وروستیو کې د افغانۍ د ترویج لپاره د دغه بانک تازه هڅې او کوښښونه دي.
هغه زیاته کړې ده، بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی، په صرافیو کې د اصلاحاتو راوړل او هېواد ته په نغدي ډول د بشري مرستو رارسېدل نور هغه عوامل دي چې د ډالرو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی دی.
بل لوري ته هېوادوالو شکایت کوي چې سوداګرو او هټۍ والو لا تر اوسه د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې ساتلي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې دې برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي.