کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د (مار) سټایل په اړه خبرې کړي

راشد خان د (مار) سټایل په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ لیګ سپېنر او د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز استازي راشد خان د خپل ځانګړي جشن لمانځلو په اړه څرګندونې وکړې.

راشد خان د مخالفې لوبډلې پر وړاندې د ویکټې اخیستلو او یا له کیچ اخیستلو وروسته په ځانګړي سټایل سره جشن لمانځي. نوموړي په یاد لیګ کې د کراچي کینګز او پېښور زلمي لوبډلې پر وړاندې دغه سټایل وکړ.

راشد خان له رسنیو سره په خبرو کې د (لکه د مار) سټایل د لمانځلو په اړه څرګندونې کړي او ویې ویل کله چې کوم توپ اچونکی ویکټ واخلي، نو په ستاینه کې ورته وایو لکه د مار.

هغه زیاتوي، چې پښتو دا یوه عامه اصطلاح ده او په ملي لوبډله کې هم عامه ده. د پاکستان سوپر لیګ کې له کراچۍ کینګز وروسته بل پخوانۍ اتله لوبډلې پېښور زلمي د لاهور قلندرز په وړاندې په ۲۹ منډو ماتې وخوړه.

لاهور په پرلپسې ډول دوهمه لوبه وګټله او پېښور زلمي په پرلپسې ډول دوهمه ماتې وخوړه، دواړو درې درې لوبې کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …