کورپاڼه / خپلواک / انيل کپور په ٦٣مه کليزه د خپل راروان فلم انځور خپور کړ
انيل کپور

انيل کپور په ٦٣مه کليزه د خپل راروان فلم انځور خپور کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري انيل کپور په ٦٣مه کليزه د هغه د راروان فلم (ملنګ) لومړنى انځور فلم جوړونکي په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ، دغه فلم د راتلونکي کال د فبرورۍ په ١٤مه نېټه د (ويلنټاين) په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

فلمي کره کتونکي ترن ادرش هم په ټويټر د (ملنګ) فلم انځور خپور کړ او ورسره يې وليکل، چې د ملنګ فلم نه د انيل کپور لومړنى انځور، د دې فلم ډايريکټر يا لارښود موهيت سوري دى او د انيل کپور تر څنګ پکې ادتيه راى کپور، ديشا پټاني او کونال کيمو هم کار کوي.

د ملنګ فلم جوړونکي د هغه د فلم انځور په ټويټر کې خپور کړ او ورسره يې وليکل: ((کول، کولر، کوليسټ)) او مخکې ليکي، چې هغه يوازينى کس انيل کپور دى، چې زه ورته د کليزې مبارکي وايم.


په دغه انځور کې انيل کپور ښکاري چې پوليسي دريشي يې په غاړه ده او په هغه يې د هغه نوم (انجن اګاشى) ليکلى دى. په انځور کې عينکې د هغه په سترګو دي او په خندا دى.

دغه انځور په دغه فلم کې کار کوونکو ټولو کسانو خپور کړى دى او همدا راز انيل کپور ته يې د ٦٣مې کليزې مبارکي هم ورکړې ده. ويل کېږي چې دا يو له مينې او سسپنس نه ډک فلم دى چې لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر به يې د جنورۍ په مياشت کې له خلکو سره شريک شي.

انيل کپور د هندي سينما هغه نامتو فلمي ستورى دى، چې ويل کېږي هېڅ بوډاوالى پرې نه راځي، ځکه هغه چې له کوم وخت راهيسې فلمونو ته راغلى دى، تراوسه په هماغه ډول دى او تر ډېره پورې د هغه په څېره کې د بوډاتوب نښې نه ښکاري، نو له دې لامله ورته تل تر تله ځوان فلمي ستورى هم وايي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …