کورپاڼه / خپلواک / د کنګنا رناوت د (پنګا) فلم ټريلر خپور شو، چې خلکو ډېر خوښ کړ
کنګنا رناوت

د کنګنا رناوت د (پنګا) فلم ټريلر خپور شو، چې خلکو ډېر خوښ کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما د نامتو فلمي ستورې کنګنا رناوت د راروان فلم (پنګا) لومړۍ تبليغاتي ويډيو يا ټرېلر په ټولنيزو رسنيو خپور شوى دى، چې خلکو ډېر خوښ کړى دى.

د نوموړې دا راروان فلم (پنګا) له روايتي فلمونو ډېر بدل دى او له دې څخه ښکاري چې په هندي سينما کې په نوو کيسو باندې د فلمونو جوړولو کلتور ورځ تر بلې پياوړى کېږي، همدا لامل دى چې ځوان ډايريکټر اشوني اير تيواري د (پنګا) په نوم دا فلم جوړ کړ.

د (پنګا) فلم له ټرېلر معلومېږي، چې دا فلم د يوې داسې ښځې په ژوند جوړ دى، چې هغه د کورنۍ له امله خپل ارمانونه نه شي پوره کولاى او عمر يې هم پرلپسې زياتېږي، خو يو ځل بيا د مبارزې مېدان ته رادانګي او د خپلو ارمانونو د پوره کولو هڅې کوي.

د فلم ډايريکټر اشوني اير تيواري تر دې مخکې د (نيل بټا سناټا) او (هيپي پهر بهاګ جايګي) په څېر بريالي فلمونه جوړ کړي دي، همدا راز کنګنا رناوت بيا له (تنو ويډز منو) نيولې تر (کوين) په څېر بريالي فلمونه جوړ کړي دي چې د يوې بريالۍ ښځې کردارونه يې پکې لوبولي دي.

په دغه فلم کې دواړه تکړه کسان رايو ځاى شوي دي او داسې ښکاري چې يو ښه فلم يې جوړ کړى دى. د فلم له کيسې معلومېږي چې کنګنا رناوت له خپل خاوند او يو زوي سره خوشحاله ژوند تېروي چې ٣٢ کاله عمر يې دى. هغې يو وخت د اورګاډو ادارې لپاره د کبډي لوبه کوله، خو د کورنۍ مسووليتونو هغه له کبډي لوبې ليرې کړه او همداسې د هغه نوم ورک شو.

دا فلم د دويم ځل لپاره په کبډۍ لوبه کې د يوې ښځې د خپل نوم ګټلو مبارزه ښکاره کوي، چې د هغې سره په دغه مبارزه کې د هغې خاوند او زوي هم يو ځاى ولاړ دي. د فلم په يو ډايلاګ کې د هغې زوي وايي، چې ولې د ٣٢ کالو په عمر کې بيا کبډي نه شي کولاى؟ همدا د فلم مرکزي کيسه ده.

د (پنګا) فلم ټرېلر په ټولنيزو رسنيو خلکو ډېر خوښ کړى دى او دا فلم به د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په ٢٤مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …