کورپاڼه / خپلواک / افغان ١٩ کلنو د اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه
افغان نولس کلن

افغان ١٩ کلنو د اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٣١ اګست ٢٠١٩): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې د نولس کلنو اسيايي جام لپاره د تمريناتو پر مهال د متحده عربي اماراتو د نولس کلنو لوبډلې سره تمريناتي لوبه وکړه، چې خپلې سيالې لوبډلې ته يې په ٣ ويکټو ماته ورکړه.

د لوبې په پيل کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٠٨ منډې وکړې او افغان نولس کلنو لوبډلې ته يې د ٢٠٩ منډو هدف وټاکه.

د افغان نولس کلنو لوبډلې له لوري نور احمد ٤، عبدالرحمان ٢، عابد تڼيوال، جمشېد او ننګيالي بيا يو يو لوبغاړى وسوځاوه.

د ٢٠٩ منډو هدف د افغان نولس کلنو لوبډلې په ٤٥ اور کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او خپلې سيالې لوبډلې ته يې په ٣ ويکټو ماته ورکړه. د افغان نولس کلنو له خوا فرحان زاخېل ٣٥، رحمان الله ځدراڼ ٣٤، محمد اسحاق ٣٤، شفيق الله غفاقري ٢٦، اصف ٢٣ او عبدالله بيا ٢١ منډې وکړې، چې افغان لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې افغان نولس کلنه لوبډله اوس مهال د نولس کلنو اسياسي جام لپاره په تمريناتو بوخته ده، چې له هغه وروسته به سريلانکا هېواد ته ځي، چرته چې د نولس کلنو ځوانانو اسيايي جام ترسره کېږي.

د نولس کلنو اسيايي جام د سپتمبر په ٥مه نېټه پيلېږي او په ١٤مه نېټه به پاى ته ورسېږي، چې د افغانستان په ګډون پکې، هند، پاکستان، کويټ، سريلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات او نيپال هېوادونه لوبېږي.

د افغانستان نولس کلنه لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سپتمبر په پنځمه نېټه پاکستان سره، د سپتمبر په اوومه نېټه به دويمه لوبه له کويټ سره او د سپتمبر په نهمه نېټه به له هند سره لوبه کوي.

له يادو اته لوبډلو څخه به څلور لوبډلې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کوي او دوه لوبډلې به بيا پايلوبه د سپتمبر په ١٤مه نېټه ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …