کورپاڼه / خپلواک / کارتک ارين په دوه فلمونو کې د اکشى کمار ځاى ونيو
کارتک ارين او اکشى کمار

کارتک ارين په دوه فلمونو کې د اکشى کمار ځاى ونيو

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ دسمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نوي ستوري کارتک ارين په ډېر لږ وخت کې نه يوازې د خلکو زړونه ګټلي دي، بلکې د فلم جوړونکو پام يې هم ځان ته اړولى دى، چې ويل کېږي د اکشى کمار په دوه فلمونو کې يې د هغه ځاى نيولى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، کارتک ارين اوس مهال د (بهلو بهليا ٢) فلم په اړه د رسنيو سرټکى دى. کارتک ارين په دغه فلم کې د اکشى کمار رول ترلاسه کړى دى او د هغه پر ځاى به په دغه فلم کې کار وکړي.

همدا راز په يو بل خبر کې بيا ويل شوي دي، چې کارتک ارين په (هيرا پهيري ٣) فلم کې هم د اکشى کمار ځاى نيولى دى او د فلم جوړونکى غواړي چې په دغه فلم کې يې د اکشى کمار په ځاى واخلي.

اکشى کمار د (هيرا پهيري) او (پهر هيرا پهيري) دواړو فلمونو کې رول لوبولى دى، چې په دغه فلمونو کې ورسره سنيل شيټي او پارېش راول هم کار کړى دى، خو په دواړو فلمونو کې بيا يوازې نجلۍ بدلې شوې وې.

خو تازه ويل کېږي چې د دغه برخې په دريم فلم کې به د اکشى کمار کردار (راجو) کارتک ارين لوبوي، ځکه د فلم جوړونکي غواړي چې دا ځل د اکشى کمار پر ځاى کارتک ارين په فلم کې کار وکړي.

په انسټاګرام په يوه پوسټ کې دا هم ويل شوي دي، چې د کارتک ارين او د هيرا پهيري فلم جوړونکو ترمنځ ناسته هم شوې ده او هغوى له کارتک ارين سره د فلم کيسه شريکه کړې ده.

د يادولو ده چې هيرا پهيري يو کامېډي يا ټوکي فلم دى، چې اکشى کمار، سنيل شيټي او پارېش راول پکې کار کړى دى او دواړه فلمونه يې ډېر بريالي شوي دي چې اوس يو ځل بيا د دغه برخې په دريم فلم کار پيل کېږي، چې د اکشى کمار کردار به کارتک ارين ولوبوي او سنيل شيټي او پارېش راول به د تېر په څېر خپل کردارونه ولوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …