کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر (کروم) کې درې نوي په زړه پورې ځانګړتیاوې اضافه کړي دي.

ګوګل کروم، چې په نړۍ کې یو له خورا مشهور ویب براوزرونو څخه دی، د خپلو کاروونکو لپاره درې نوې ځانګړتیاوې اضافه کړي، چې په هغې کې د (لینکونو شیر کول)، (ټیب لټون) او (د نوي شالید او د رنګ انتخاب) ځانګړتیاوې شاملې دي.

۱- دا نوې ځانګړتیا کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د ترلاسه کونکي لپاره د پاڼې یوه ځانګړې برخه روښانه کړي. دا ځانګړتیا به د ترلاسه کونکي لینک نېغ په نېغه د پاڼې ​​پورتنۍ برخې ته، چې په نښه شوي وي، ورسوي.

۲- په ګوګل کروم کې په یوځل کې د ډیرړ ټیبونو پرانیستل ځینې وخت ستونزمن وي او د ځانګړي ټیب موندل سخت وي. د نوي ټیب لټون ځانګړتیا کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په مستقیم ډول هر ټیب لټون او خلاص کړي.

۳- په دې ځانګړتیا سره کاروونکو ته اسانتیا برابرېږي چې هغوی د براوزر رنګ او بیک ګراونډ یا شالید په خپله خوښه برابر کړي.

دا هم ولولئ

د ناسا موټرګي د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم ترلاسه کړه

د ناسا موټرګي بالاخره د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم په بریالیتوب …