کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / آیفون غواړي چې روان کال خپل تر ټولو ارزانه بیه موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي

آیفون غواړي چې روان کال خپل تر ټولو ارزانه بیه موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ایپل تولیدات په ځانګړې توګه آیفون په ټوله نړۍ کې ډېر شهرت لري، خو اوس ایپل غواړي چژ په 2022 کې تر ټولو ارزانه ایفون خرڅلاو وړاندې کړي.

ایپل شرت په پام کې لري چې خپل ارزانه ماډل موبایل په پسرلي کې وړاندې کړي. د آیفون دریم نسل به د روان کال په مارچ یا اپریل کې په یوه کنفرانس کې معرفي شي.

د راپور له مخې، د آیفون (SE3) ماډل ډیزاین به د آیفون اتم سره ورته وي، چې په هغې آیفون 13 کې کارول شوي (A15) چیپ وي، چې (5G) ټیکنالوژي به ولري.

دا موبایل به 4.7 انچه سکرین، څلور جي بي ریم، 128 یا 256 جي بي حافظه ولري. شاته به یوه کامره وي چې 12 میګا پکسله به وي او بیټري به یې 1820 ایم ای ایچ وي.

تر هغه ځایه چې د بیټرۍ پورې اړه لري، دا اړینه ده چې د 5G ټیکنالوژۍ سره باید پیاوړې بیټرۍ وي، ځکه چې ډیر بریښنا مصرفوي، خو اوس به یې په اړه خبرې کول له وخته وړاندې وي.

د آیفون ایس ای ماډل اوسنۍ بیه له 399 څخه تر 499 ډالرو ته رسیږي. خو ویل کېږي چې خرڅلاو ته به په 300 ډالرو وړاندې شي.

دا هم ولولئ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې …