کورپاڼه / ليکنې / که د ژوند ملګری مو له ستونزې سره مخ وي، څه کوئ؟

که د ژوند ملګری مو له ستونزې سره مخ وي، څه کوئ؟

د ښځې او خاوند اړیکه یوه داسې اړیکه ده چې بنسټ یې په مینه، خلوص او رښتینولۍ ایښودل شوی او کله چې کومه ستونزه پیدا شي نو دواړه یې په ډېر ښه ډول حلولی شي او که ستونزه حل هم نشي نو هغه تکلیف او درد، چې د ستونزې په سبب رامنځته شي، هرو مرو کموي.

که ستاسو د ژوند ملګری له کومې ستونزې سره مخ وي، نو هڅه وکړئ چې درک یې کړئ، بده یې ونه ګڼئ، طبیعت یې ور خراب نه کړئ، ورو ورو به ستونزه حل او چلند به یې سم شي، خو که تاسې ناوړه چلند وکړ، ښایي ستونزه نوره هم لویه شي.

هغه ته داسې احساس ورکړئ چې تاسې د یو بل جامه یا لباس یاست او د دې احساس د ورکولو بیا بیا هڅه وکړئ چې تاسې ته خوښي څومره ارزښت لري، په دې سره به هغه زوړور شي او ستونزو سره به د مبارزې ځواک ترلاسه کړي.

د ژوند ملګري ته ووایئ چې خپلې ستونزې درته ووایي او د ستونزې د حل په موخه چې کومه مبارزه کوي هغه ترې واورئ او سم په غور یې واورئ او هڅه وکړئ چې د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړئ او بحث ورسره پرې وکړئ.

کله چې تاسې د ژوند ملګري ته دا ور وښوده چې تاسې د هغه په ستونزه او تکلیف خپه یاست، له هغې وروسته مشوره وکړئ، چې کوم ډاکټر ته مراجعه وکړي او که چمتو نه و خپله یوه ډاکټر ته مراجعه وکړئ او میتودونه ترې زده او د ژوند په ملګري یې استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

ناکامي یا پاتې راتلل هم حیرانوونکې ګټې لري

هسې خو د ناکامۍ بنسټیزه ګټه داده چې تجربه راته کېږي او د بل ځل …