کورپاڼه / اسعار / یو امریکایي ډالر ۸۹ افغانیو ته راښکته شو
ډالر

یو امریکایي ډالر ۸۹ افغانیو ته راښکته شو

له تېرو څو ورځو راهیسې افغانیو بېرته ثبات ترلاسه کړی او په پرلپسې توګه خپل ارزښت ترلاسه کوي، چې دې چارې یو شمېر هېوادوالو خوشحاله کړي، خو لا هم له هټۍ والو شکایت لري.

وروسته له هغې چې په هېواد کې سیاسي بدلون راغی، ورسره سم امریکایي ډالرو هم پورته تګ وکړ، خو د څو ورځو راهیسې افغانیو بېرته د ډالرو پر وړاندې ثبات پیدا کړی دی.

نن ورځ د کابل په ګډون د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه د افغانیو د نرخ لوړوالي خبر ورکوي او وایي چې نن ورځ یو امریکایي ډالر په ۸۹ افغانیو تبادله کېږي.

په هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو لاملونه په دې وروستیو کې د افغانۍ د ترویج لپاره د دغه بانک تازه هڅې او کوښښونه دي.

همدا راز بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی، په صرافیو کې د اصلاحاتو راوړل او هېواد ته په نغدي ډول د بشري مرستو رارسېدل نور هغه عوامل دي چې د ډالرو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی دی.

بل لوري ته هېوادوالو شکایت کوي چې سوداګرو او هټۍ والو لا تر اوسه د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې ساتلي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې دې برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دا هم ولولئ

ډالر

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې بېرته ارزانه شول

امریکایي ډالر، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په حیرانوونکې توګه نرخ پورته شوی، …