کورپاڼه / خپلواک / په لومړۍ ورځ اسټراليا د نيوزيلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه
سټيو سميت

په لومړۍ ورځ اسټراليا د نيوزيلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په ميلبورن کې دويمه ټېسټ سيالي روانه ده، چې اسټراليا پکې لومړى توپوهنه کوي.

د لوبې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسټراليا ته لومړى تاوان په سر کې ورسېده چې جو برنز په صفر وسوځېده، له هغه وروسته ډيويډ وارنر هم د ډېرو منډو په جوړولو کې بريالى نه شو او ٤١ منډې يې کړې وې چې خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه.

مارنوس لابوشاني بيا ښه توپوهنه وکړه چې د اسټراليا منډې يې ١٤٤ ته ورسولې، هغه چې وسوځېده ٦٣ منډې يې ترلاسه کړې وې. له هغه وروسته سټيو سميت توپوهنې ته ودرېده، خو ميتيو وېډ ورسره يوازې د ٣٨ منډو ملګرتيا وکړه، ټريويس هېډ بيا د ورځې تر پاى پورې ٢٥ منډې وکړې او ناسوځېدلى ولاړ دى، همدا راز سټيو سميت هم په ٧٧ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى.

اسټراليا په لومړۍ ورځ تر پاى پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٧ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري کولين دي ګرېنډهوم ٢، ټرينټ بولټ او نيل واګنر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې اسټراليا او نيوزيلېنډ د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي، چې روانه سيالي يې دويمه لوبه ده. په لومړۍ سيالۍ کې اسټراليا په ٢٩٦ منډو د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماته ورکړې وه او دريمه سيالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ٣مه نېټه پيلېږي.

دا سيالۍ د ټېسټ سياليو په نړيواله اتلولۍ يا چيمپينشپ کې شاملې دي، چې په دغه چيمپينشپ کې هند د ٣٦٠ امتيازونو سره په لومړي سر کې دى او ورپسې اسټراليا د ٢١٦ امتيازونو سره په دويم مقام ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …