کورپاڼه / اسعار / امریکایي ډالر یو ځل بیا د افغانیو پر وړاندې ګران شول
امريکايي ډالر

امریکایي ډالر یو ځل بیا د افغانیو پر وړاندې ګران شول

له تېرو څو ورځو راهیسې، چې په پرلپسې توګه امریکایي ډالر راښکته کېدل، نن ورځ یې بیا په نرخ کې زیاتوالی راغلی، چې دې چارې له هېوادوالو سره ګڼې پوښتنې راولاړې کړي.

وروسته له هغې چې په هېواد کې سیاسي بدلون راغی، ورسره سم امریکایي ډالرو هم پورته تګ وکړ، خو د څو ورځو راهیسې افغانیو بېرته د ډالرو پر وړاندې ثبات پیدا کړ او تر ۸۶ افغانیو پورې تبادله کېدل.

خو نن ورځ د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امریکایي ډالرو په نرخ کې بیا پورته والی راغلی او په ۹۶ افغانیو پر وړاندې تبادله کېږي.

یو شمېر هېوادوال او د اقتصاد او مالي برخې شنونکې په حیرانوونکې توګه د امریکایي ډالرو په نرخ کې د کموالي او زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي.

دوی وایي چې ښایي دا کار د صرافان وي او له دې لارې یې د ډالرو د راټولولو هڅې کولې، خو بل لوري ته د افغانستان بانک په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

ډالر

امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې بېرته ارزانه شول

امریکایي ډالر، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په حیرانوونکې توګه نرخ پورته شوی، …