خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): کامېډي يا ټوکي فلمونه خپل اوج ته رسونکى او د بې غږه فلمونو نامتو هنرمند چارلي چاپلېن ٤٢م تلين دى، چې ٤٢ کاله مخکې هغه خپل مينه خپه کړل او له دې نړۍ وکوچېده.
چارلي چاپلېن د ١٨٨٩ کال د اپرېل په ١٦مه نېټه زېږېدلى و، چې په فلم کې پرته د خبرو به يې د خلکو پر مخونو خنداوې خپرولې.
هغه د انګلستان په يوې غريبې کورنۍ کې زېږېدلى و، د هغه يوازينى کار دا و چې خلک خوشحاله کړي. هغه د ١٤ کالو په عمر تياتر کې کار پيل کړ، خو د ١٥ کالو په عمر کې هغه له انګلستان نه امريکا ته لاړ، چې هلته يې بيا بخت بدل شو.
په ټلويزيون باندې د هغه کامېډي يا ټوکو يو نوى دور راوسته، هغه به پرته له خبرو، يوازې په خپلو حرکتونو، د څېرې په ادلون بدلون او په خپلو تاثراتو ټوکي اداکاري کوله او د خلکو زړونه يې وګټل. د ١٩ کالو په عمر کې چارلي چاپلېن د نړۍ يو له نامتو کسانو څخه و، د خپل ٧ لسيزو په هنري ژوند کې هغه ډېر داسې کردارونه ترسره کړل چې اوس يې هم خلک په مينه ګوري.
د (دي ګرېټ ډايريکټر) او (سټي لايټس) په څېر فلمونو کې هغه نه هېرېدونکي کردارونه ترسره کړي دي چې خلک يې اوس هم يادوي. چارلي چاپلېن به تل همدا خبره کوله، چې هغه ورځ چې پکې تاسې خاندلي نه وي، بېکاره تللې ده.
چارلي چاپلېن په ١٩٧٧ کال کې د دسمبر په ٢٥مه نېټه د ٨٨ کالو په عمر په سويټزرلېنډ کې ساه ورکړه او خپل مينه يې د تل لپاره خپه پرېښودل، خو هغه چې کوم فلمونه جوړ کړي او کوم کار يې کړى دى، هغه تراوسه پورې خلک ګوري او لا هم ويل کېږي چې د چارلي چاپلېن په څېر هنرمند به بيا رانه شي.