کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نور به د وټساپ په شالید کې غږیز پیغامونه اورئ، خو څنګه؟

نور به د وټساپ په شالید کې غږیز پیغامونه اورئ، خو څنګه؟

د نړۍ په کچه د پیغام رسولو ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یوه داسې ځانګړنه رامنځته کوي، چې په شالید یا بیک ګراونډ کې به غږیز پیغامونه واوري.

وټساپ د خپل ډیسټاپ بیټا کاروونکو لپاره د (ګلوبل وایس نوټ پلیر) په نوم یو ځانګړنه اضافه کړې، چې په مرسته یې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په شالید کې غږیز پیغامونه واوري.

دا فیچر به د ډیسټاپ بیټا (2.2204.5) ویرژن کې اضافه شي، چې تمه کیږي ډیر ژر به خپور شي او ټول کاروونکي به ترې مستفید شي.

تر دا مهاله وټساپ اجازه نه ورکوله چې غږیز پیغامونه په شالید یا بیک ګراونډ کې وغږول شي، خو د دې ځانګړنې په مرسته به کاروونکي وکولی شي چې په بیک ګراونډ کې غږیز پیغامونه واوري او هم له نورو سره چیټ وکړي.

همدا راز په دې دوران کې به کاروونکي د سکرین په ښکتنۍ برخه کې پروګریس وویني چې د هغې په مرسته به غږیږ پیغام د ختمېدو نښه هم ښودل کېږي.

دا هم ولولئ

د ناسا موټرګي د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم ترلاسه کړه

د ناسا موټرګي بالاخره د مریخ له سطحې د ډبرو شپږمه نمونه هم په بریالیتوب …