خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د انګلستان چټک توپ اچونکى جېمز اينډرسن هم د هغه نامتو ٨ لوبغاړو په ډله کې شامل شو، چې تر ټولو زياتې ټېسټ سيالۍ يې ترسره کړې دي، نوموړى په دغه ډله کې ٩م لوبغاړى شو.
جېمز اينډرسن نن د سويلي افريقا پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې لوبېږي، چې دا د هغه ١٥٠مه ټېسټ لوبه ده، تر هغه مخکې ٨ لوبغاړي داسې تېر شوي دي چې هغوى تر ١٥٠ زياتو ټېسټ لوبو کې ګډون کړى دى.
په دغه لړ کې د هند سچن ټنډولکر ٢٠٠، د اسټراليا ريکي پونټينګ ١٦٨، د اسټراليا سټيو واف ١٦٨، د سويلي افريقا ژاک کېلس ١٦٦، د ويسټ انډيز شيو ناراين چندرپال ١٦٤، د هند راهول ډريويډ ١٦٤، د انګلستان اليسټر کوک ١٦١ او ايلن بورډر ١٥٦ ټېسټ سياليو کې ګډون کړى دى.
د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر روټ وايي، چې جېمز اينډرسن اوس هم هماغه ډول دى، لکه څنګه چې هغه تل ليدلى دى. هغه وويل چې ښايي خپله ١٥٠مه لوبه هغه د ځان لپاره او د انګلستان لپاره يادګاره کړي.
جېمز اينډرسن په ١٤٩ ټېسټ سياليو کې د ٢٦.٩٤ په اوسط ٥٧٥ ويکټې ترلاسه کړي دي، چې په يوه پاڼۍ کې يې د ٤٢ منډو په بدل کې ٧ او په يوه لوبه کې يې د ٧١ منډو په بدل کې ١١ لوبغاړي سوځولي دي.
هغه د سويلي افريقا پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د اوبو تر دمې پورې ٥ اورونه ترسره کړي دي او ١ لوبغاړى يې سوځولى دى چې ١٧ منډې يې ورکړي دي. سويلي افريقا لومړى توپوهنه کوي او د ٢ لوبغاړو په سوځېدو يې ٤٥ منډې ترلاسه کړي دي.