ساينسپوهان د یوه داسې کمپيوټر جوړولو مرحلې ته رسېدلي، چې د انسان د مغزو په څېر به کار کوي او دا لوی شاهکار به د دې لسيزې تر پايه نړۍ ته وړاندې شي.
د یوې بهرنۍ خبري ادارې د راپور له مخې، د سټاکهولم د رایل ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ او سټینفورډ پوهنتون ساینسپوهانو د (2D) موادو په مرسته د نړۍ لومړی (الیکټرو کیمیکل 3 ټرمینل ټرانزیسټر) جوړ کړی دی.
د دې ټرانزیسټر په مرسته به ساینسپوهان د عصبي شبکې په جوړولو کې ګټه واخلي، چې د انسان د دماغو په څیر به فعالیت وکړي.
ساینسپوهان وايي چې د ټایټانیوم کاربایډ مرکب کې جوړ شوي د حافظې برخو ښه فعالیت کړی دی.
ساینسپوهانو ویلي چې (MXENES) په نوم ټرانزیسټر په راتلونکي کې د انسان مغزو ته نږدې د عصبي کمپیوټرونو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي او تر ډېره د بریښنا په خوندي کولو کې به هم مرسته وکړي.