خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د بيګ باش تجارتي ليګ په په نننۍ لوبه کې د سډني سيکسرز لوبډلې د ٤٨ منډو په توپير له پرت سکارچرز لوبډلې څخه لوبه وګټله.
د بيګ باش تجارتي ليګ کې نن هم يوه لوبه ترسره شوه چې د سډني سيکسرز او پرت سکارچرز لوبډلې پکې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د پرت سکارچرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سډني سيکسرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سډني سيکسرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام کران ٤٣ ناسوځېدلې، ډينيل هافس او لوبډلمشر مويسيس هينريکس ٣٥-٣٥ او جېمز وينس ٢٢ منډې وکړې.
د پرت سکارچرز له لوري کريس جورډن ٣، جهي ريچارډسن، ميتيو کيلي، اشټون اګر او فواد احمد ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٧٤ منډو د هدف په تعقيب کې د پرت سکارچرز لوبډلې ټول لوبغاړي په ١٨.١ اورونو کې وسوځېدل او ١٢٦ منډې يې وکړې چې د ٤٨ منډو په توپير يې له سډني سيکسرز لوبډلې څخه لوبه وبايلله. د دوى له ډلې اشټون ټارنر ٢٨، ميتيو کيلي ٢٣ ناسوځېدلې، لوبډلمشر مچل مارش ١٧ او جهي ريچارډسن ١٤ منډې وکړې.
د سډني سيکسرز له لوري سين ابوټ او جېکسن برډ ٣-٣، بين دوارشيوس ٢، ټام کران او لويډ پوپ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام کران ترلاسه کړه، چې نن يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د بيګ باش تجارتي ليګ سياليو کې دا د سډني سيکسرز لومړۍ بريا وه، سډني سيکسرز په درې لوبو کې يوه بريا خپله کړه، همدا راز پرت سکارچرز هم په ٣ لوبو کې يوه لوبه ګټلې ده. د بيګ باش ليګ په درجه بندۍ کې بيا سډني تهنډر تر ټولو مخکې، ورپسې ميلبورن سټارز او هوبارټ هوريکنز لوبډلې دي.