کورپاڼه / خپلواک / د اسيا يوولس کسيزې لوبډله کې هېڅ پاکستانى نشته
پاکستان او هند

د اسيا يوولس کسيزې لوبډله کې هېڅ پاکستانى نشته

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې بنګله دېش د اسيايي يوولس کسيزې لوبډلې او نړۍ يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ دوه شل اوريزې لوبې ترسره کوي، خو په دغه لوبډلو کې به هېڅ پاکستانى لوبغاړى نه اخيستل کېږي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د دغه هېواد د ازادۍ اتل شېخ مجيب الرحمان په سلمه کليزه باندې غواړي چې د نورو پروګرامونو تر څنګ دوه شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي.

دغه دوه شل اوريزې لوبې چې د ٢٠٢٠ کال د مارچ په مياشت کې په ډهاکه کې ترسره کېږي، د کرکټ نړيوالې شورا هم ورته اجازه ورکړې ده، خو د هند کرکټ بورډ پکې د خپلو لوبغاړو د ګډون لپاره دا شرط ايښى و چې هېڅ پاکستانى لوبغاړى به په اسيايي يوولس کسيزه لوبډله کې نه اخيستل کېږي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ دغه شرط منلى دى.

که څه هم تر دې دمه پورې د دغه شل اوريزو لوبو د لوبغاړو نوملړ نه دى اعلان شوى او لا دا هم نه ده ټاکل شوې، چې د کومو کومو هېوادونو لوبغاړي به پکې لوبېږي، خو دا خبر له اوسه ورکړل شوى دى چې پاکستاني لوبغاړي به پکې نه وي.

د يادولو ده چې د بنګله دېش کرکټ بورډ په پاکستان کې له ټېسټ لوبو کولو هم انکار کړى دى او پاکستان ته يې ويلي دي، چې يوازې د شل اوريزو لوبو لپاره پاکستان ته ورځي، خو ټېسټ لوبې ورسره په پاکستان کې نه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني پاکستان ته د سريلانکا تر سفر وروسته ويلي و، چې له بنګله دېش سره نوره هېڅ بهانه نه ده پاتې او که د بنګله دېش لوبډله پاکستان ته د ټېسټ سياليو لپاره رانه شي، نو دوى به د کرکټ نړيوالې شورا ته دا مسئله وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …