کورپاڼه / خپلواک / بنګله دېش: پاکستان کې ټېسټ سيالۍ نه شو ترسره کولى
د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر

بنګله دېش: پاکستان کې ټېسټ سيالۍ نه شو ترسره کولى

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر په پاکستان کې د ټېسټ سياليو لوبلړۍ نه ترسره کولو اعلان وکړ. دا اعلان د بنګله دېش کرکټ بورډ د ناستې وروسته، چې پاکستان د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړو هم ګډون درلود، هغه وکړ.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر ناظم الحسن رسنيو ته وويل، چې په پاکستان کې د امنيت مشکل نه لري، خو د اوس لپاره يوازې د شل اوريزو سياليو لپاره پاکستان ته تللى شي.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د ټېسټ سياليو لوبلړۍ له پاکستان سره په پاکستان کې نه شي ترسره کولاى. هغه وويل چې د امنيت کومه ستونزه نشته، خو د هغوى ځينې لوبغاړي او روزونکي نه غواړي چې په پاکستان کې دې ټېسټ سيالۍ ترسره شي.

هغه وويل، چې د يو څو کسانو پرته نور ټول د دې خلاف دي چې پاکستان کې دې لوبې ترسره شي. هغه همدا راز زياته کړه، چې دوى به د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ لپاره پاکستان ته خپله لوبډله لېږي، خو که لوبغاړو له تګ نه انکار وکړ، نو دوى به يوه نوې لوبډله جوړه او پاکستان ته به يې ولېږي.

تر دې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي و، که چېرته د بنګله دېش کرکټ لوبډله پاکستان ته د ټېسټ سياليو لپاره رانه شي، نو دوى به دا مسئله د کرکټ نړيوالې شورا ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بنګله دېش کرکټ بورډ راتلونکي کال مارچ مياشت کې په ډهاکه کې دوه شل اوريزې لوبې ترسره کوي، چې دغه لوبې به د اسيايي يوولس کسيزې لوبډلې او نړۍ يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ ترسره کېږي. دغه سيالۍ چې د شېخ مجيب الرحمان د سل کلنې کليزې په وياړ ترسره کېږي، هېڅ پاکستانى لوبغاړى پکې نه اخيستل کېږي او ٧ لوبغاړي به پکې د هند وي او نور به له نورو اسيايي لوبډلو څخه اخيستل کېږي، خو پاکستاني لوبغاړي پکې نه اخيستل کېږي، ځکه هند د دغه کار مخالفت کړى دى، چې پاکستان د هند او بنګله دېش دې کار سخت غصه کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …