کورپاڼه / بېلا بېل / مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و
غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر غني خان د الله ولي و. هغه وايي چې هغه د الله تعالی سره کومې خبرې د نظم په ژبه لیکلي دي، هغه هیچا په نثر کې هم نه دي لیکلي.

مولانا محمد یوسف وايي، چې ډېر خلک مانه دا پوښتنه کوي، چې ته کله وایې چې غني خان د الله ولي و، نو هغه خو به الکول څکول، نو هغه څنګه د الله ولي و؟

نوموړی وايي، چې زه هر وخت د غني په اړه خبرې کوم او هغه د الله یو خاص بنده و، ځکه چې هغه په خپل نظم کې د الله تعالی کوم صفت بیان کړي دي، نو د هغه له وجې زه وایم چې د هغه یو خاص تعلق و.

دغه مولانا په خپله ویډیو کې وايي، چې الله تعالی الکول منع کړي دي او د خنزیر غوښه یې هم منع کړې ده. په جنت کې به تاسې ته هر څه درکول کېږي، خو د خنزیر غوښه به نه درکول کېږي، په قرآن کریم کې هم الله تعالی وايي چې په جنت کې به تاسې ته شـراب درکول کېږي.

هغه وايي، چې زه په خپله دا نه څکم او نه خلکو ته دا وایم چې دا دې وڅښي. خو غني خان که چېرته دا څښلي دي، نو الله تعالی ورته ډېر عقل هم ورکړی و او زه فکر کوم چې د هغه مناسب انسان به تر قیامت پورې په پښتنو کې پېدا نه شي.

د هغه نورې خبرې په لاندې ویډیو کې واورئ:

دا هم ولولئ

د هوټل کوټه

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د …