کورپاڼه / بېلا بېل / ((ټوله شپه له دې ویرې ویښه یم، چې هسې نه چاته معلومات وشي چې موټر کې دوه ښځې دي او…))
شمایله

((ټوله شپه له دې ویرې ویښه یم، چې هسې نه چاته معلومات وشي چې موټر کې دوه ښځې دي او…))

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه ښځه له خپلې مور سره یو ځای په موټر کې ژوند کوي او وايي، ټوله شپه له دې ویرې ویښه وي، چې هسې نه څوک خبر شي چې په موټر کې دوه ښځې یوازې دي او بل څه غلط کار ونکړي.

د دغه ښځو دا موټر د عبدالله شاه غازي مزار خواته له یو کال راهیسې ولاړ دی، د دوی د کور ټول سامان په همدغه موټر کې دی، همدغلته پاتې کېږي، خپل عبادت هم په موټر کې کوي او په همدې موټر کې شپې هم تېروي.

دغه ښځه شمایله شېخ نومېږي او د مور نوم یې ګل ناز دی، چې د ۲۰۲۰ کال د مۍ میاشتې راهیسې په دغه موټر کې ژوند کوي. نوموړې مخکې د خپلې مور سره د ګلستان سیمه کې په یو اپارتمان کې اوسېده، خو د کورونا له وجې یې خپله دنده له لاسه ورکړه او بیا د کرایې د نه شتون له امله د اپارتمان مالک هم له دغه اپارتمان څخه وویستله.

شمایله وايي، د کور مالک د یو شمېر خلکو سره زموږ کور ته راغلل او په زوره یې له کوره بهر کړو، هېڅوک زموږ مرستې ته رانغلل، زموږ خپلو خپلوانو هم زموږ مرسته ونکړه، پولیسو ته مو شکایت وکړ، خو هغوی هم راسره کومه مرسته ونکړه، هر څه مو له لاسه ورکړل، خو ما او مور مې تراوسه هیله له لاسه نه ده ورکړې.

هغه وايي، په موټر کې ژوند ډېر سخت دی، دا ډېر کوچنی موټر دی او د پښو غځولو ځای هم پکې نشته، موږ په موټر کې کمپلې، کالي، جاینماز، قرآن کریم هر څه ایښي دي، زه د قرآن حافظه یم، خو ټوله شپه له دې ویرې ویښه یم چې  څوک پوه نه شي چې په دې موټر کې دوه ښځې یوازې دي.

کله کله څوک راشي راته وايي چې دنده به درکړم، خو هېڅ هم نشته، د سرک په سر ژوند تېرول یوه مجبوري ده، زه په اصل کې یوه خبریاله یم، خو اوس دنده نه لرم، زما ډېر اسناد هم په هغه اپارتمان کې پاتې شوې دي او ژوند مو اوس د عبدالله شاه غازي د مزار په خېراتونو تېرېږي، بس په ورځ کې یو ځل د همدغه مزار تشنابونو ته ځو، نور همدلته په موټر کې یو.

دا هم ولولئ

د هوټل کوټه

ولې د هوټل په کوټو یا خونو کې خلکو ته خوب نه ورځي؟

ولې ډېرو خلکو ته د هوټلو په کوټو کې خوب نه ورځي، اوس یې د …