کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د لسيزې شل اوريزه غوره لوبډله کې شامل شوى
راشد خان

راشد خان د لسيزې شل اوريزه غوره لوبډله کې شامل شوى

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د يويشتمې پېړۍ دويمه لسيزه پاى ته رسېدو سره سم د کرکټ په نړۍ کې هم د کرکټ نامتو مجلې او وېبپاڼې د تېرې يوې لسيزې د غوره لوبغاړو لوبډلې جوړوي، چې په دې لړ کې د تېرې لسيزې په شل اوريزه غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دى.

د کرکټ اف سرکل وېبپاڼې د تېرې لسيزې د غوره لوبډلو په لړ کې د ټېسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبغاړو غوره لوبډلې اعلان کړي دي، چې په هغې کې په شل اوريزه لوبډله کې افغان ورو توپ اچونکى راشد خان هم شامل دى.

دغه لوبډله چې لوبډلمشر يې مهيندرا سينګ دهوني ټاکل شوى دى، ويکټ ساتونکى يې هم نوموړى دى او د ٢٠١٠ کال د جنورۍ نه پيل بيا د ٢٠١٩ کال تر پاى پورې پکې د لوبغاړو جايزه اخيستل شوې او بيا ترې دغه غوره لوبډله جوړه شوې ده.

په دغه لوبډله کې د هند روهيت شرما، د اسټراليا ارون فينچ، د هند ويراټ کوهلي، د پاکستان بابر اعظم، د اسټراليا ګلين ميکسويل، د هند مهيندرا سينګ دهوني، د بنګله دېش شکېب الحسن، د افغانستان راشد خان، د سريلانکا لاسيت ملينګا، د سويلي افريقا عمران طاهر او د هند جسپريت بومرا شامل دي.

راشد خان چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى دى، هغه د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، همدا راز يو شمېر ريکارډونه يې په خپل نوم کړي دي او نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې لپاره ښه لوبېدلى دى، بلکې په تجارتي ليګونو کې يې هم خپل ځان منلى دى او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى دى. هغه اوس هم په بيګ باش سياليو کې لوبېږي، همدا راز د هند په تجارتي ليګ کې هغه بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …