د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي په اړه لویه وړاندوینه وکړه.
نوموړي تېره ورځ د (جشن کرکټ) خپرونه کې د ویرات کوهلي په اړه وړاندوینه وکړه، چې کوهلي به تر (۱۰۰) ډېرې سلیزې ووهي او د سچن ټندولکر ریکارډ به مات کړي.
شعیب اختر ویلي، ویرات کوهلي د واده کولو پرېکړه کې بېړه وکړه، که زه د هغه پرځای وای، نو له تقاعد وړاندې به مې واده نه و کړی.
شعیب اختر ویلي چې بابر اعظم باید له ویرات کوهلي څخه د مخکې کېدو لپاره ډېره هڅه او خواري وکړي، خو زه فکر نه کوم چې بابر دې د ټنډولکر ریکارډ مات کړي.
شعیب اختر دا هم ویلي چې یوازې ویرات کوهلي کولی شي د پخواني هندي توپ وهونکي سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړي او (۱۰۰) سلیزې ووهي او تر دې هم زیاتې وهلی شي.