کورپاڼه / خپلواک / د سويلي افريقا او انګلستان ټېسټ لوبه: کوک ٩٥ منډې او سام کران ٤ وسوځول
سام کران

د سويلي افريقا او انګلستان ټېسټ لوبه: کوک ٩٥ منډې او سام کران ٤ وسوځول

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): د انګلستان او سويلي افريقا د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د سويلي افريقا د کوانټين ډي کوک پرته بل کوم لوبغاړي ښه توپوهنه ترسره نه کړه او نننۍ ورځ د انګلستان د توپ اچونکو په ګټه شوه چې سام کران پکې ٤ لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان او سويلي افريقا لومړۍ ټېسټ لوبې په پيل کې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او لومړى يې د سويلي افريقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سويلي افريقا له لوري ډين ايلګر او ايډين مارکم توپوهنې ته راووتل، چې ډين ايلګر په لومړي توپ وسوځېده او مارکم يوازې ٢٠ منډې ترلاسه کړې. تر هغه وروسته زبېر حمزه د ٣٩ منډو زياتوالى راوست او لوبډلمشر فاف ډوپليسي يوازې ٢٩ منډې زياتې کړې، چې د لوبډلې په مجموعي ٧١ او ٩٧ منډو يې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

کوانټين ډي کوک چې کله توپوهنې ته راغى، نو د سويلي افريقا منډې يې يو څه د لوړ هدف پر لور روانې کړې، له هغه سره ډواين پريټريوس هم د ٣٣ منډو مرسته وکړه.

سويلي افريقا د ورځې تر پاى پورې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٧ منډې وکړې چې کوانټين ډي کوک تر ټولو زياتې ٩٥ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري بيا سام کران په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په لومړۍ ورځ يې د سويلي افريقا ٤ لوبغاړي وسوځول، همدا راز سټارټ بروډ ٣، جېمز اينډرسن او جوفرا ارچر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ په سويلي افريقا کې ترسره کېږي، چې نن يې لومړۍ لوبه پيل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …