کورپاڼه / خپلواک / مجيب الرحمان د راشد خان ريکارډ مات کړ
راشد خان او مجيب الرحمان

مجيب الرحمان د راشد خان ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ دسمبر ٢٠١٩): ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان د راشد خان ريکارډ مات کړ، راشد خان چې په کم عمر کې يې ١٠٠ لوبغاړي سوځولي و، اوس له هغه دغه ريکارډ مجيب الرحمان په خپل نوم کړ او کم عمره توپ اچونکى شو چې ١٠٠ ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړې.

مجيب الرحمان چې که څه هم د ٢٠١٩ کال په لومړۍ نيمايي کې ډېر ښه ونه ځلېده، خو وروسته چې کله هغه په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېده او ١٦ ويکټې يې ترلاسه کړې، نو نوموړى د کرکټ پوهانو او کرکټ مينه والو په نظر کې راغى.

هغه نه يوازې دا چې د سترو لوبغاړو د سوځولو وړتيا لري، بلکې ډېره اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کوي او په اورونو کې کمې منډې ورکوي، چې دا يې د ښې توپ اچونې نښه ده.

هغه نه يوازې دا چې د هند تجارتي ليګ کې ښه وځلېده، بلکې په شل اوريزه بلاسټ سياليو او د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې هم هغه ښه توپ اچونه ترسره کړه.

مجيب الرحمان د ١٨ کالو او ٢٧١ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړ، چې په دې کې نړيوالې او تجارتي لوبې ټولې شاملې دي، تر دې مخکې راشد خان دغه ريکارډ په خپل نوم لرلو چې هغه د ١٨ کالو او ٣٦٠ ورځو په عمر کې په شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو ريکارډ جوړ کړى و. خو راشد خان په ٦٦ لوبو کې سل ويکټې اخيستې وې او مجيب الرحمان بيا په ٩٦ لوبو کې سل ويکټې پوره کړې.

اوس په کم عمره توپ اچونکو کې، چې سل ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړي دي، لومړى نوم د مجيب الرحمان او دويم د راشد خان دى، همدا راز د پاکستان شاداب خان د ٢٠ کالو او ١٤٨ ورځو په عمر کې سل ويکټې پوره کړي، د انګلستان ډېني بريګس د ٢٣ کالو او ٥٦ ورځو په عمر کې او د هند جسپريت بومرا د ٢٣ کالو او ٥٧ ورځو په عمر کې سل ويکټې اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …